اسلام آباد 11 جون (اے پی پی) وزیراعظم د ??ار??ماني چ??رو صلاحكار ډاكټر بابر اعوان وئيلي دي چې په ق??ان??نو كښې اصلاح سره ادارې قوي كيږي ، ??ار??مان قانون سازی كولو سره صورتحال ښه كولو كښې خپل كردار ترسره كولې شي ‘ د پټرولیم مصنوعاتو په بيعه كښې د كمې ګټه اولس ته د رسيدو په لار كښې د خنډ جوړيدونكو احتساب به كولې شي ‘د چینې مافیا په ضد كارروائی پيل كول د وزیراعظم عمران خان كریډټ دے ‘ تير وخت كښې دا ډول كوم مثال نه ترلاسه كيږي ‘ ??زیراعظم عمران خان سپارښتنه كړې چې په سمدستي توګه د مفادات ټكر قانون دې په پاكستان كښې نافذ كړې شي ‘ د كورونا وائرس په اړه د پورته كيدونكو اقداماتو نګرانۍ ل??ار?? جوړه ??ار??مانی كمیټی به متحرك كولې شي ‘ ??اكستان يواځنې هيواد دے چرته چې د كورونا وائرس صورتحال كښې غذائی اجناس وركړې كيږي۔ د زيارت په ورځ د قامی اسمبلۍ په غونډه كښې په صدارتی خطاب بحث راغونډولو سره بابر اعوان د قامی اسمبلۍ غړو د اړخه د پورته كړې شويو بيلا بېلو نكاتو ځواب وركولو سره ووئيل په كورونا بايد سیاست ونه كړې شي۔ پاكستان سټیل ملز‘ پی آئی اے پشمول كومې هم ادارې چې د نجكارۍ په فهرست دي هغه به د قانون له مخې په سپيځلي ډول كولې شي۔ دا عمل به د پاكستان وسائلو زياتولو ل??ار?? استعماليږي۔ ده ووئيل په ??ار??یمانی روایات به عمل كولې شي او بايد د خبرې اوريدلو همت پيدا كړې شي۔ ده ووئيل دا نكته پورته كړې شوې چې د اسلام آباد په روغتونونو كښې عمر كتلو سره رنځوران داخلول كيږي۔ ژوند او مرګ د لوے څښتن په لاس كښې دي۔ زمونږ د ټولو مشران شته ‘د خبرې دې بشپړه پلټنې وكړې شي۔ پاكستان د دې سوچ متحمل كيدې نشي۔ ده ووئيل وزیراعظم عمران خان په وړومبي ځل د چینې مافیا په ضد كاروائي پيل كړې۔ دا كریډټ د عمران خان دے۔ پاكستان كښې د چینې ملونو مالك لوئ لوئ كورنۍ وي۔ د دې حكومت څه كم دوه كاله كيږي۔ په دې دور كښې چې كومه سبسډی وركړې شوې د هغې په اړه راپور لوستلو سره دې اعتراض وكړې شي۔ ده ووئيل په وړومبي ځل وزیراعظم عمران خان دا اقدام پورته كړے۔ ده ووئيل د هيواد تر ټولو لوئ این جی اوز دینی مدرسې دي۔
متعلقہ مضامین
-
Why MoltyFoam is the Best Mattress in Pakistan for a Perfect Night’s Sleep
-
8 flights cancelled at Karachi Airport
-
CII chairman announces Sadqa-e-Fitr, Fidya rates for current year
-
29 chlorination centers being set up with Rs290m outlay
-
Govt says 98pc of pilgrims under government scheme issued Hajj visas
-
کاک ٹیل نائٹ آفیشل تفریح لنک
-
وائرڈ پانڈا انٹرٹینمنٹ کا سرکاری آغاز
-
Zardari, Khursheed discuss Panama ToRs in Dubai
-
Agreements exist for road trade with Central Asian states, China, India, Iran
-
Senate panel rejected introducing minimum quota for female judges
-
Met Office forecasts rain in different parts of country
-
Restoration of town committee status to village Sijawal Junejo demanded